د جمهور رئیس ټرمپ فرمان د نړیوال قهر او اندیښنو سبب شو

د جمهور رئیس ټرمپ فرمان د نړیوال قهر او اندیښنو سبب شو

امریکا ته د ننوتلو د ۷ هیوادونو پر اتباعو بندیز د جمعې په ورځ امضا شو

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس، ډونالډ ټرمپ وایې د مهاجرت په اړوند صادر شوې اجرائیوي فرمان يي د مذهب پورې اړه نه لري او مهم هدف یې دادی چې امریکا له ترهګریزو بریدونو خوندي شي. خو د نړۍ یو شمیر مشران او نړیوال سازمانونه د جمهور رئیس ټرمپ دا فرمان غیرانساني او د بشري حقونو خلاف عمل ګڼي.

إسلامي همکاریو سازمان

د إسلامي هیوادونو ترټولو لوی نړیوال سازمان د جمهور رئیس ټرمپ لخوا پراکثریت مسلمان هیوادونو د مهاجرت د بندیز پر فرمان ژوره اندیښنه وښوده. د اوه پنځوس هیوادونو جوړ د إسلامي همکاریو سازمان د دوشنبې په ورځ په اعلامیه کې خبردارې ورکړ چې دا ډول مشخص تبعیضي اقدام به یوازی د سخت دریځو د تشویق سبب شي او تردی زیات به د ترهګرۍ او شخړو پراخیدو سبب وګرځي.

ایران

د ایران د جمهور رئیس معاون د امریکا د جمهور رئیس فرمان په اړه وایي چې دا حکم د بشري حقونو په وړاندې یو غیرقانوني او غیرانساني عمل دی. د ایران دولتي رسنۍ د دوشنبې په ورځ د إسحاق جهانګیري په قول لیکلي چې هرډول حکم باید د نړیوال معیار سره برابر صادر شي.

پاکستان

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وایي د جمهور رئیس ټرمپ د مهاجرت اړوند دا فرمان د ترهګرۍ ضد نړیوال اتحاد ته زیان رسوي او کیدی شي بد عواقب ولري او تروریستانو سره په خپلو هدفونو رسیدو کې کمک وکړي. وزیر چوهدري نثارعلي خان د دوشنبې په ورځ وویل چې د امریکا حکومت دا اقدام به د ترهګرۍ د هغو قربانیانو مایوسي ډیره کړي چې اکثریت يي د مسلمانو هیوادونودي. پاکستان وایي ترهګرۍ د اسلام سره تړل کوم دلیل نشي کیدلی ځکه ډیر لږ شمیر خلک د یونیم میلیارد مسلمانو د جملې څخه، په ناسم فکر کولو سره یاغيتوب ته مخه کوي او بیا د اسلام په نوم شعار ورکوي.

Читайте также  پوست: کرزی ولي د امریکا څخه په تنګ سوی دی

قطر

د قطر د بهرنیوچارو وزیر وایي هیواد يي د جمهور رئیس ټرمپ لخوا په عمومي ډول د اوه اکثریت مسلمان هیوادونو نه د مهاجرینو او مساپرو د بندولو سره مخالف دی. شیخ محمدبن عبدالرحمان بن جسیم التاني د دوشنبې په ورځ په سربستان کې و او وی ویل هیله من دی امریکايي مقامات پدې اړه ژوړه کتنه وکړي او سمې نتجې ته ورسیږي. اکثریت هغه کسان چې د امریکا په هوايي ډګرونو کې د جمعې د ورځې راهیسې توقیف شوي دي، هغوئ د قطر نه پرواز کړې و. قطر وايي کله چې دا موضوع د مسلمان په نوم مطرح کیږي نو مخالفت ورسره لري.

ترکیه

د ترکیې ملي هوایي شرکت وایي دوئ به هغو مساپرو ته بیرته پیسې ورکړي چې امریکا ته د تلو منع کیږي. دغه هوايي شرکت د دوشنبې په ورځ وویل هغه مساپر چې امریکا د پروازونو منع شوي دوئ به ورته ټولې پیسې بیرته تادیه کړي او هیڅ جریمه به تری وانخلي. دغه شرکت داسی څه ونه ویل چې د امریکا د اجرایوي فرمان په وجهه د څومره ترکیې هوايي شرکتونو مساپرو ته زیان رسیدلی.

عراق

یو عراقی سیاستوال وایي د امریکا د جمهور رئیس د فرمان په مقابل کې د عراق د پارلمان ورته اقدام د عراق د حکومت کوم قانوني مکلفیت ندی.د عراق د پارلمان معاون شیخ حمام حمودي وایي دا د پارلمان یو پیشنهاد دی او کومه قانوني بڼه نلري. د کریک سویل په یو نوم عراقی حقوق پوه او سیاسي څیړونکی وایي د عراق پارلمان د قوانینو او مسودو په جوړولو کې ډير ناکامه دی او ټول اجرایوي قوت د حکومت سره دی.

اروپايي اتحادیه

اروپايي اتحاديي داسی څرګندې کړې چې دوئ به هیڅکله د مهاجرینو په مقابل کې د هویت، نژاد یا مذهب پر أساس چلند ونکړي او هیڅکله به د چا د منزوي کیدو او غیرمساوي حقوق په پلوی نشي. د اتحادیې د کمیسیون ویاند وویل اته ویشت غړي هیوادونه د امریکا د جمهور رئیس ټرمپ لخوا د مهاجرینو د ورتلو د بندیز په حکم غور کوي چې وګورې آیا د اروپایي اتحاديي اتباعو ته خو پکې زیان نه رسیږي.

Читайте также  واشنگټن پوسټ: کندهار ته روانې قواوې

جرمني

د جرمني صدراعظمې انګیلامیرکل یوځل بیا د جمهور رئیس ټرمپ د مسلمانانو او مهاجرینو د مخنوي پراجرایوي فرمان انتقاد وکړ او وی ویل چې په عمومي ډول او د مشخصې عقیدې خلکو د مخنوي په کولو سره د ترهګرۍ ضد جګړې معنی نه ورکوي. میرمن میرکل وايي د ټرمپ دا فرمان د نړیوال هغه معیار سره هم په تضاد کې دی چې د نړیوال مهاجرت سره کمک او همکارۍ لپاره تصویب شوې دی.

بریتانیه

د بریتانیې د صدراعظمې دفتر وایي چې د همدې کال په پای کې بریتانیې ته د امریکا د جمهور رئیس سفر کولو پلان په خپل ځای دی. دا خبره ترهغې وروسته یاده شوه چې ګڼ شمیر خلکو د جمهور رئیس ټرمپ لخوا د مهاجرت اړوند حکم ورکولو په مقابل کې بریتانې ته د هغه د سفر ځڼډولو غوښتنه وکړه. په یو انلاین غوښتنلیک کې څه باندې یوملیون خلکو بریتانیې ته د ټرمپ د سفر کولو د ځڼډولو غوښتنه کړې ده.

د بی پولې ډاکټرانو ټولنه

د بی پولې ډاکټرانو ټولنه وایي د جمهور رئیس ټرمپ دا فرمان د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کوي. ددی ټولنې مرکز په پاریس کې دی. دوئ وایي د ټرمپ پدې اقدام سره به خلک د جګړو په ساحو کې بند پاتې شي او عملآ به د هغوئ ژوند د خطر سره مواجه شي. د بی پولې ډاکټرانو دا ټولنه د ښاغلي ټرمپ دا فرمان د هغو خلکو په مقابل کې غیر انساني بولي چې د جګړو له سیمو تښتي. دوئ د امریکا د حکومت نه غوښتنه کوي چې سمدستي دا بندیز لری کړي او د هغو هیوادونه نومونه هم د لست نه لری کړي چې امریکا ته د اتباعو په ورتلو يي بندیز لګول شوی دی.

Читайте также  د امریکا د تکزاس بریدګر څوک و

بیروت

په بیروت کې د امریکن پوهنتون رئیس په جمهور رئیس ټرمپ انتقاد کړې چې په عمومي ډول يي د سوریې او اوه نورو مسلمان هیوادونو نه، امریکا ته د خلکو په ورتلو بندیز لګولې دی. فدلوخوري چې د لبنان او امریکا دوه تابعته لري، د دوشنبې په ورځ يي وویل چې د بیروت امریکن پوهنتون د ټرمپ دا اقدام د هغو ټولو مدني آزادیو او عدالت خلاف ګڼي چې د امریکا أساسي قانون يي د خوندیتوب لپاره مبارزه کړې ده.

په لندن او برلین کې د امریکا سفارتونه

سفارت کارانو د هغو اووه هیوادونو اتباعو ته او حتی هغو ته چې دوه تابعته لري، خبر ورکړې چې د ویزې د اخستلو ډډه وکړي او که د ملاقات وخت يي اخستې اوسي تری تیر شي. د دوشنبې په ورځ په لندن کې د امریکا د سفارت په ویبپاڼه کې د عراق، ایران، لیبیا، سومالیا، سوډان، سوریې او یمن اتباعو ته پدې اړه لارښوونه خپره شوه چې وایي "که یو تابعته يي که دوه تابعته یا که د یادو هیوادونو څخه یي، هیله ده د ویزې لپاره مراجعه ونکړی او نه هم پدې وخت کې د ویزې په نوم کوم فیس تادیه کړی."

په هوایي ډګرونو کې د مشخصو کسانو توقیف سره سم، د نیویارک یو ایالتي قاضي په موقتي توګه یو حکم ورکړ چی یو شمیر کسان چې د امریکاقانوني ویزه ولري، د نیویارک د هوايي ډګرونو نه بیرته ونه شړل شي. داسی تمه کیږي چې دا ډول قانوني اقدامات نور هم وشي.

د لاس انجلس نړیوال هوايي ډګر

که څه هم د مشخصو هیوادونو نه خلکو ته د ویزې په ورکولو کې د ۹۰ ورځو بندیز يي پرځای ساتلی او د ګڼ شمیر نورو هیوادونو نه د ویزې په صدور يي شرایط سخت کړي، خو سپینه ماڼۍ وایي چې د څلویښتو ډیر هغه هیوادونه پدې بندیز کې ندي متاثره شوي چې اکثریت مسلمانان پکې دي.

admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика