افغان حکومت د منصور وژل تائید کړل

افغان حکومت د منصور وژل تائید کړل

طالبانو لا تراوسه د خپل مشر د وژلو په باب خپاره شوي رپوټونه نه ټائید کړي او نه هم رد کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د طالبانو د مشر ملا اخترمحمد منصور د وژنې په باب د خپاره شوي رپوټونه تائید کړي او ویلي دي چې هغه د پاکستان د بلوچستان د دالبندین سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا راډیو ته د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور د وژنې په باب خپاره شوي رپوتونه تائید کړل، خو په دې هکله یې له نورو جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د خپل ټویټر په پاڼه هم لیکلي چې د طالبانو دغه مشر پرون مازیګر ۳:۴۵ دقیقې د پاکستان د بلوچستان د ایالت د دالبندین په سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

خو د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د خپل ټویټر په پانه د ملا اختر محمد منصور د وژنې د تائید ترڅنګ ویلي چې هغه تیره ورځ د پاکستان د بلوچستان د ایالت د دالبندین په سیمه کې څلورنیمې بجې وژل شوی دی.

طالبانو لا تراوسه د خپل مشر د وژلو په باب خپاره شوي رپوټونه نه ټائید کړي او نه هم رد کړي دي.

مخکیني معلومات

د افغانستان جمهوري ریاست په یوه اعلامیه کې د ملا اختر محمد منصور د سپرلۍ په موټر د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکو برید تائید کړی خو ویلي يې دي، چې افغان حکومت په دغه برید کې د ملا منصور د وژنې یا ژوندي پاتې کیدو د څرنګوالي په اړه څیړنه کوي او پایلې به یې ژر د افغانستان له خلکو سره شریکې کړي.

Читайте также  د تروریزم د تورنه بري شوي ډاکتر ویلي دي چې ده باندې ستم شوی دی

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د یک‌شنبې په ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې خبریالانو ته وویل، چې د دې عملیاتو په اړه افغان حکومت ته د امریکا متحده ایالاتو خبر ورکړی و.

اجرائیه رئیس په دې برید کې د ملا اختر منصور د وژل کیدو احتمال رد نه کړ او زیاته یې کړه، چې د دغو عملیاتو پایلې به له څیړنو وروسته روښانه شي.

ښاغلي عبدالله وویل "د امریکا د متحده ایالاتو امنیتي بنسټونه او دغه راز، زموږ امنیتي برخې، لا هم دا مسئله څیړي، خو ډیر احتمال شته، چې ملا اختر منصور په دې برید کې وژل شوی وي."

د امریکا بې‌پیلوټه الوتکو پرون له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې، د ملا اختر منصور د سپرلۍ موټر د پاکستان د بلوچستان صوبې په احمدوال سیمه کې په نښه کړ.

د امریکا دفاع وزارت د يوې اعلامیې په خپرولو وویل، چې د امریکا پوځ "د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د طالبانو په مشر ملا اختر منصور هوایي برید کړی."

د امریکا جمهور رئیس براک اوباما د دغه برید اجازه ورکړې وه.

تر اوسه طالبانو په رسمي ډول د ملا اختر منصور د وژل کیدو په اړه څه نه دي ویلي، خود اسوشیټیډ پریس خبري آژانس AP د ملا عبدالرؤف په نوم د طالبانو د یو قوماندان له قوله ویلي، چې ملا منصور د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکو په برید کې وژل شوی دی.

طالبانو له دې مخکې هم د خپل پخواني مشر ملا محمد عمر اخند د وژنې خبر شاوخوا دوه کاله پټ ساتلی وو.

ملا اختر منصور تیر کال په جون میاشت کې د ملا محمد عمر اخند د مړینې د اعلان نه وروسته د تحریک مشر وټاکل شو خو د هغه په ټاکلو د لومړۍ ورځ نه ځینو طالب مشرانو اختلاف درلود.

Читайте также  د کابل بانک په اړه وروستۍ پریکړه اعلان شوه

منصور د وسله والو طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې په خبرو کې مهم خنډ و، هغه د طالبانو مشرانو ته اجازه نه ورکوله چې د افغانستان د حکومت له استازو سره وګوري.

ملامنصور د طالبانو د تحریک د بنسټ ایښودونکو په ډله کې شامل و. هغه د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې د هوايي ملکي چلند د وزارت سرپرست و او څه موده د کندهار والي هم و

admin

Обсуждение закрыто.
Translate »
Яндекс.Метрика