واشنگټن پوسټ: کندهار ته روانې قواوې

واشنگټن پوسټ: کندهار ته روانې قواوې

واشنگټن پوسټ: کندهار ته روانې قواوې

واشنگټن پوسټ لیکي چې په زرگونو امریکايي عسکرود افغانستان خواته مخه کړېده خو په ایسلند کې په هوا کې د اورغورځونکو غرونو نه د ایرو د راوتلو په سبب، ددوی په سفر کې څه ځنډ پیښ شوی دی. د هغو دیرشو زرو عسکرو یوه په دریمه برخه کندهار ته روان دي.

واشنگټن پوست د هغه افسر له قوله چې د عسکرو د سوق د تنظیم دنده په غاړه لري لیکي چې دوی د هرې ممکنه وسیلې په ذریعه غواړي چې عسکر خپلو ټاکلو شوو ځایوته په خپل وخت ورسیږي.

د تازه دم عسکرو لپاره د ژیړی او د ارغنداب زراعتي سیموکې ځای په ځای کیدل یو لوی چلنج دی. په دې سیمه کې همدا اوس یوه قطعه پرته ده خو ددوی شمیر به په راتلونکو وختونو کې پنځو ته ورسیږي. په راتلونکو ورځو کې به د پوځ اعلا افسران په مختلفو مسئلو خبرې وکړي او همدارنگه د سیمې د وگړو سره په مهمو مسئلو غږیږي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د می د شلمې نیټې په گڼه کې دې ترخې تاریخي مقطع ته نظر اچوي چې په کې د امریکايي عسکرو تلفات اوس زرو ته ورسیدل.

ورځپاڼه د یوه عسکر تراژیکې مړینې ته کتنه کوي او لیکي، پاتریک فتزگیبن لا تنکی او بې پروا ځوان ؤ چې په پوځ کې یې د شمولیت پریکړه وکړه. ښځه یې حامله وه او هیله یې وه چې کورنۍ تشکیل کړي. که څه هم ښځې یې سقط وکړ خو پخپله یې له دری میاشتو تعلیم نه وروسته د جنگ جبهې ته واستول شو.

Читайте также  په آسټرالیا کې د مسلمانانو اندېښنې

ورځپاڼه د عسکر کیسې ته دوام ورکوي اولیکي، پاتریک له کندهار نه خپل پلار ته لیکل چې دلته سگرت او امریکایي نوشابې نه پیدا کیږي خو بیاهم د خپلې وظیفې سره مینه لري او په داوطلبه توگه یې د پیرې زیاته دنده په غاړه اخیستې ده. د ٢٠٠٩ کال د اگست په میاشت کې پاتریک په داسې حال کې چې یو ماموریت ته روان ؤ په یوه فلزي تخته پښه کیښودله چې په کلکه ځمکه کې د یوه ماین سره په مزو تړل شوې وه. شین اسمان ورته توره شپه شوه. په چاودنه کې پاتریک او یو افسر سمدلاسه مړه شول. یو ساعت وروسته په یوه بله چاودنه کې چې هغه هم یو ماین ؤ، دریم عسکر هم ووژل شو. په دواړو چاودنو کې ترلسو زیات عسکر ټپیان شول.

د تیرې سه شنبې په ورځ په کابل کې په ځان مرگي پېښه کې د پنځو امریکایانو په وژل کیدلو سره په افغانستان کې د ټولو امریکایانو تلفات زرو ته ورسیدل. په اولو اوو کلونو کې د امریکايي عسکرو تلفاتو په سختۍ پنځو سوو ته ورسیدل خو په تیرو دوو کلونو کې دغه شمیره په اسانه دغه رقم ته ورسید. د افغانستان تقریباً په هرولایت کې د طالبانو بیا فعالیدل، ضعیف حکومت چې د ملک امنیت نه شی سمبالولی او د خطر سره د زیات شمیر امریکایي عسکرو مخامخ کیدل دا ټول ددې باعث شوي دي چې د امریکايي عسکرو تلفات زیات شی.

د پاتریک فاتزگیبن د مړینې داستان دامریکايي عسکرو یو داستان دی. اوس ډیر ځوان عسکر چې د تعلیماتو نه وروسته سمدلاسه جبهې ته راځي، مري. پخوا د امریکايي عسکرو د مړینې اوسط عمر ٢٨ کاله ؤ خو اوس ٢٦ کالو ته ټیټ شوی دی. هغه ١٢٥ تنه چې سږکال مړه شوي دي ددوی اوسط عمر ٢٥ کاله ښودل شوی دی. په افغانستان کې هم د عراق په شان د عسکرو ډیر شمیر د سړک د غاړې په بمونو کې مري. دا بمونه د طالبانو لخوا جوړیږي او وخت په وخت ددوی په جوړخت کې پیچلتیا را څرگندیږي.

Читайте также  د جمهور رئیس ټرمپ فرمان د نړیوال قهر او اندیښنو سبب شو

نیویارک ټایمز په همدې گڼه کې په یو بل رپوټ کې د بگرام د پروني ناکامې ځان مرگي حملې په هکله لیکي چې طالبانو په یوه زړوره اما ناکامه حمله کې د بگرام په اډه یرغل وکړ. په دې کې یو امریکايي قراردادي ووژل شو، اویو شمیر عسکر ژوبل شول خو په دې برید کې لس تنه گریلایان هم ووژل شول.

ورځپاڼه د یوه امریکايي افسر له قوله لیکي چې څلورځانمرگي برید کونکي چې ځانمرگي واسکټونه یې اغوستي وو، مخکې له دې چې د دغو واسکټونو بمونه خلاص شي، پخپله ووژل شول. د طالبانو یو ویاند د ورځې په پیل کې ادعا کړې وه چې ددوی اوه تنو ملگري د بگرام د اډې په لویه دروازه باندې حمله وکړه او دیرش نورو وکړای شول چې اډې ته ننوځي. خو امریکايي افسرانو وویل چې دغه حمله شنډه شوه. په سیمه کې د امریکايي پوځ ویاند ډگروال وین شانکس وویل چې د بگرام امنیتي کړۍ نه ده ماته شوې او هیڅ یو طالب د ننوتلو په هڅه کې نه دی بریالی شوی.

ورځپاڼه لیکي که څه هم د پیښې ټول جزئیات نه دي څرگند شوي خو بیاهم داسې ښکاري چې طالبان په دې بریالي شوي دي چې په سیمه کې نفوذ وکړي، غلچکي حمله سرته ورسوي، او امریکایانو ته تلفات واړوي. د بگرام هوايي اډه د روسانو اډه هم وه او اوس د امریکایانو اډه ده او د هغې نه څو امنیتي کمربندونه تاو دي. هغه خلک چې ددغې اډې په شاوخوا کې اوسیږي د امریکایانو سره ښه چال چلند لري.

admin

Обсуждение закрыто.
Translate »
Яндекс.Метрика