افغانستان د خپل هوايي حریم د کنترول وس نلري

افغانستان د خپل هوايي حریم د کنترول وس نلري

د افغانستان د ترانسپورټ وزارت د هرې الوتکې څخه چې د افغانستان له فضا تیریږي پنخه سوه امریکایي ډالر اخلي

د افغانستان د ترانسپورټ او ملکي هوایي چلند وزارت وایي چې ډیرو اوږدو کلونو ته اړتیا ده ترڅو افغانان پخپله د خپل هوایي حریم ساتنه او څارنه په غاړه واخلي.

د افغانستان د ترانسپورټ او ملکي هوایي چلند وزیر محمدالله بتاش د پنجشنبې په ورځ د خپل وزارت د لومړیو سلو ورځو د کاري پلان په باب خبریالانو سره د خبرو په وخت وویل چې د هوایي حریم د ساتلو لپاره اویا تخنیکي مامورینو ته اړتیا ده چې په اوس وخت کې افغانستان یوازې اوه دغسې تخنیکي مامورین لري.

ښاغلي بتاش وویل " کله چې هوایي حریم کنټرول ترلاسه کوو مربوط تخنیک چې د الوتکو د رهنمایې تخنیک دی د الوتکو د تګ راتګ په اوږدو کې کوچني رادارونه لګول دي دغو وسایلو ته هم اړتیا لرو ".

خو د افغانستان د ترانسپورټ او ملکي هوایي چلند وزیر وویل چې ترراتلوونکو دریو میاشتو به د نړیوالو ځواکونو څخه د افغانستان هوايي حریم د ساتلو او څارلو مسوولیت واخلي یو بهرنۍ شرکت ته به یې په اجاره ورکړي.

د تیرو څوالس کلونو د افغانستان هوایي حریم په افغانستان کې د میشتو امریکایي ځواکونو له خوا څارل کیږي.

تیرکال افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسوولیت د سپارلو په وخت امریکایي ځواکونود افغانستان د هوایي حریم د څارلو مسوولیت هم افغان ځواکونو ته د سپلرلو غوښتنه وکړه چې د افغان ولسمشر په غوښتنه نړیوالو ځواکونو د امنیتي مسوولیت د سپارلو وروسته هم د افغانستان د هوایي حریم د ساتلو او څارلو ته دوام ورکړ.

Читайте также  ښایسته واعظ د نړۍ چارپیره په تاریخي سفر کې افغانستان ته ورسیده

د افغانستان د ملکي هوایي چلند خپلواکه اداره وایي چې شپږ بهرنیو شرکتونو د افغانستان د فضایي حریم د څارلو لپاره خپل وړاندیزونه دغې ادارې ته سپارلي دي چې ددغو شپږ شرکتونو څخه به یو شرکت ته د هوایي حریم څارنه په اجاره ورکړل شي.

د افغانستان د ملکي هوایي چلند خپلواکه اداره وایي چې هره بهرنۍ ترانشپورټي الوتکه جې د افغانستان له فضایي حدودو څخه تیریږي دغه هیواد ورڅخه تر پنځه سوه امریکایي ډالرو پورې فضایي حق العبور په توګه اخلي.

د افغانستان د ترانسپورټ او ملکي هوایي چلند وزیر وویل چې ترراتلوونکو دریو میاشتو به د نړیوالو ځواکونو څخه د افغانستان د هوایي حریم د مسوولیت د اخیستلو ترڅنګ د دغو ځواکونو څخه به د افغانستان د یو شمیر هغو هوایي ډګرونو د څارنې مسوولت هم افغان امنیتي ځواکونو ته واخیستل شي چې په اوس وخت کې د نړیوالو ځواکونو له خوا اداره کیږي.

admin

Обсуждение закрыто.
Translate »
Яндекс.Метрика